ان شاء الله د “کشمير به پاكستان جوړېدېږي” چغه به رښتيا كېږي

image
APP57-27 ISLAMABAD: October 27 – Special Assistant to PM for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media during a symbolic hunger strike by Mushaal Mallick wife of Huriyyat leader Yaseen Malik on the eve of Kashmir Black Day outside at Press Club. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې ان شاء الله کشمير به پاكستان جوړېدېږي چغه به رښتيا كېږي٬ وزيراعظم عمران خان د کشميريانو د وياند ، سفير او وکيل کردار لوبوي، کشمير د پاکستان د سا رګ دے، د کشمير نه غېر د پاكستان وجود نامكمل دے۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د اتوار په ورځ په مقبوضه كشمير د هند د عاصبانه قبضې په ضد د تورې ورځ په موقع د پرېس كلب نه بهر علامتي بهوك هړتال كېمپ ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ دې ووئيل د تورې ورځ په موقع وزيراعظم عمران خان هم خپل خاص پېغام رېكارډ كړې دې٬ د وزيراعظم پيغام د ټول قام او كشميريانو د هيلو ترجمان دے۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل 72 كاله وړاندې هند سري نګر كښې عسكر داخلولو سره په مقبوضه سيمه قبضه كړې٬ 72 كاله تېرېدو او د هندي عسكرو د ظلم او جبر باوجود د كشميريانو هلې ځلې روان دې ٬ د كشمير په مېرمنو٬ ماشومانو ٬ سپين ګيريو او ځوانانو ظلمونه كېږي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاکستان د كشمير مظلومو روڼو خوئېندو سره ولاړ دے٬ وزيراعظم د کشميريانو ترجمان، سفير او د وکيل کردار لوبوي٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې كشميريانو به د ظلمو د تورې شپې نه خلاصېدو سره د آزادۍ د لمر څيره وويني۔ دې ووئيل کشمير د پاکستان د سا رګ دے، د کشمير نه غېر د پاكستان وجود نامكمل دے٬ د کشميريانو قربانيو ته په درنه سترګه ګورو۔ دې ووئيل د پاكستان قام د كشميريانو هلو ځلو ته په درنه سترګه ګوري ٬ کشميريان به كله په هلو ځلو كښې يوازې نه پرېږدو ۔ دې ووئيل كشميريان نن د خبرې كولو آزادي نه لري٬ كشمير كښې سخته كرفيو ده۔ دې ووئيل بايد نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه په مقبوضه كشمير كښې اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو كښې كردار ولوبوي٬ د کشمير نه بهېدونكې وينه د نړيوالې ورورولۍ په كاركردګۍ سواليه نشان دے۔ دې ووئيل كشميريانو ته د خپلواكۍ حق تر لاسه كېدو به د آزادۍ هلې ځلې روانې وي٬ پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ د جائزو هلو ځلو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاکستان حکومت به د کشميريانو غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں