اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د نواز شريف د روغتيا په حقله د پنجاب حكومت څخه تفصيلات غوښتي دي ۔د شورو په ورځ خپل ټوېټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د هغه د كورنۍ د خلقو په خوښه هغه له د علاج غوره آسانې وركړئ ٬هغې ووئيل وزيراعظم د هغه روغتيا لپاره دعا كړې او د نيكو هيلو څرګندونه يې كړې