د آزادي مارچ او دھرنې ګډون كوٶنكي پنډال كښې د باران له امله سختو ستونزو سره مخ دي

image
APP12-06 ISLAMABAD: November 06 – Participants of the JUI-F’s Azadi marchers sit-in along Kashmir Highway eating their meals while sitting under the plastic sheet to protect from rain. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د جے يو آئي (ف) په آزادي مارچ او پرلت كښې ګډون كوٶنكي پنډال كښې د باران له امله سختو ستونزو سره مخ دي٬ د مارچ انتظاميې ګډون كوٶنكي بې اثرې د موسم په رحم او كرم پرېښې۔ د تفصيلات له مخې اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال په دمه په دمه باران ورېږي٬ د مارچ انتظاميې لخوا د موسمي حالاتو له مخې ګډون كوٶنكو لپاره مناسب انتظامات نه دي شوې چې په سوب ئې ګډون كوٶنكي بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي٬ د مارچ انتظاميې پنډال كښې نه خو تمبوان لګولې او نه ئې د يخنۍ او باران نه بچ كېدو لپاره څه خاص بندوبست كړې۔ ګډون كوٶنكو په پلاسټك خپل ځانونه د باران نه بچ كولو لپاره هڅې كوېي٬ كاركنان د باران نه بچ كېدو لپاره در په در ګرځېدل٬ زياتره ګډون كوٶنكو د جي نائن ٬ جي ټېن او خوا اوشا ماركيټونو مخه كړې٬ باران نه پټېدو لپاره ئې ښه ځايونه موندلي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې د رحيم يار خان نه راغلي يو زده كوٶنكي محمد عمران ووئيل د آزادي مارچ زما پشمول زياتره ګډون كوٶنكي د تېرو 24 ساعتو راهسې زيات پرېشانه دي۔ ده ووئيل د پرلت په ځائ د بېت الخلاء خاص انتطام نشته٬ حاجت لپاره خوا اوشا سيمو او جوماتونو ته مخه كول وي هلته هم د پرلت ګډون كوٶنكو ګڼه وي او په قطار كښې اودرېدل وي۔ د ډي آئي خان يو سپين ګيرې الله دته ووئيل په وړومبو دوو ورځو كښې به څه نه څه خوراك څښاك لپاره ترلاسه كېدل٬ خو اوس د طعام انتظام هم كم شوې ٬ زياتره خوراك څښاك په خپلو پېسو اخلو

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں