په غزه كښې د جنګ بندۍ سره به د بشري مرستې رسنه ممكن كړې شي، پاکستان د امن عمل بيا پېل كولو لپاره د نړيوال امن كنفرنس د رابللو ملاتړ كوي۔ د خارجه دفتر وياندې پرېس برېفنګ

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي په غزه كښې د جنګ بندۍ سره به د بشري مرستې رسنه ممكن كړې شي، پاکستان د امن عمل بيا پېل كولو لپاره د نړيوال امن كنفرنس د رابللو ملاتړ كوي، نګران وزيراعظم به په وړومبي او دوېم دسمبر په متحده عرب امارات كښې د موسمياتي بدلون به اړه نړيوال كنفرنس (کوپ 28) مشرانو غونډه كښې ګډون كوي او په موسمياتي بدلون به د پاكستان وژن وړاندې كوي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ووئيل په روانه اوونۍ كښې پاكستان ډنمارك، سويډن او فن لېنډ سره جلا جلا دوه اړخيزه سياسي مشاورت كوي٬ اېډيشنل خارجه سېكرټري (يورپ) اېمبيسيډر شفقت علي خان په دغه خبرو كښې د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ دې ووئيل دې مشاورتي عمل سره به په منطقه كښې پاكستان ته دوست هېوادونو سره د شريكې خوښې په پراخه چارو خبرو اترو كولو او د ماحوليات، انفارميشن ټيکنالوجي، توان، تعليم او تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې د لا مرستې امكانات لټولو موقع ترلاسه شي۔ دې ووئيل په مهم سيمه ايز او نړيوال پېشرفت او د ګڼ اړخيزه تګلارې پشمول به د موسمياتي بدلون په كليدي چارو د خيالاتو خرګندولو موقع هم ترلاسه شي۔ وياندې ووئيل ډنمارك سره دوه اړخيزه سياسي مشاورت په 21م نومبر كال 2023 كښې شوے چې پكښې د ډنمارك لخوا خارجه پاليسۍ لپاره انډر سېكتر اېنډرس تانګ فريبرګ مشري كړې٬ دواړو ډولو سياسي اړيكو٬ تجارت او سرمايه كارۍ٬ موسمياتي بدلون، ماحول دوست توان او د اولسي روابطو وړ د دوه اړخيزه اړيكو د دائره كار په پراخه كچه جاج اخستے دے٬ د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره دواړو ډلو خبرې اترې او شريكه ګټوره مرسته لا زياتولو ته اتفاق كړے۔ دې ووئيل د پاکستان او سويډن ترمېنځه دوه اړخيزه سياسي مشاورت په سټاك هوم كښې كېږي او فن لېنډ سره به (نن) په هيلسنکي كښې كېږي٬ د سويډن پلاوي مشري به د اسياء بحرالكاهل څانګې مشر آسکر شلټر او د نړيوالو چارو ډائرېكټر جنرل ډيګ جوهلن-ډينفيلټ كوي۔ فن لېنډ سره په هيلسنکي كښې د كېدونكو خبرو اترو مشري به د فن لېنډ امريكې او اسيا لپاره د خارجه چارو د وزارت ډائريکټر جنرل جيري سنکاري كوي۔ وياندې ووئيل د ګردې نړۍ غوندې پاكسان هم د دې جنګ بندۍ شدت سره انتظار كوي كوم چې د سبا څخه د نافذ العمل كېدو هيله ده٬ دې څخه به غزه كښې محصور اولس ته خوراك، اوبه، ايندھن او نوره انساني مرسته وركولو كښې سهولت له د انساني راهدارۍ جوړېدو موقع ترلاسه شي۔ دې ووئيل پاکستان د امن عمل بيا پېل كولو لپاره نړيوال امن كنفرنس د رابللو ملاتړ كوي٬ مونږ ګڼو چې په منطقه كښې امن يواځې د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو د عملدرامد د لارې ترلاسه كېدے شي، پاکستان د فلسطين مسئلې د دوه رياستي حل ملاتړ كوي۔ دې ووئيل د دې اوونۍ په پېل كښې د ماشومانو نړيوال ورځ لمانځلې شوې كومه چې په وسله واله نښته كښې كوچنيانو ته د ورمخئ ته خطرو ياډكېرنه كوي، لكه څنګه چې د نونېسېف اېګزيکټو ډائريکټر ووئيلي دي چې غزه نن كوچنيانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناك ځائے دے٬ دې ووئېل د اووم اكتوبر نه تر اوسه په غزه كښې نزدې 6000 كوچنيان شهيدان شوي كوم چې په غزه كښې د كېدونكې قتل عام 40 فيصده دي٬ د خارجه دفتر وياندې ووئېل مونږ د غزه د كوچنيانو د تحفظ مطالبه كوٶ چې په بمبارۍ كښې زيات متاثره كېږي۔ دې ووئيل مونږ له د هند د غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو و كشمير كښې د كوچنيانو حالت زار هم هېرول پكار نه دي څوك چې د تشدد او جبر په ماحول كښې اوسېږي٬ د وسله والو اهلكارو د زياتې نفرۍ او د طاقت بې درېغه استعمال د جمو و كشمير كوچنيانو لپاره د صدمې او پرېشانۍ ماحول جوړ كړے ٬ وياندې ووئېل تر اوسه يو لك كوچنيان يتيمانان شوې دي٬ كوچنيان بلاجوازه ګرفتاريږي او شهيدان كېږي٬ هند له په سمدستي توګه په جمو و كشمير كښې خپل ظلم او جبر بندول پكار دې۔ وياندې ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ به د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون په اړه كنفرنس 2023 په وړومبي او دوېم دسمبر كېدونكې ورلډ کلائميټ ايکشن سمټ كښې ګډون لپاره د متحده عرب امارات سرکاري دوره كوي۔ خارجه وزير جليل عباس جېلاني او د موسمياتي بدلون وزير او ماحولياتي رابطه پلاوې به ئې برخه وي۔ په دبئي كښې د وزيراعظم په مصروفيات كښې د مشرانو په غونډه كښې د لوړې كچې دستورو كښې ګدون او د شريكو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم شامل دي۔ دې ووئيل وزيراعظم به د موسمياتي بدلون پحقله د پاکستان وژن وړاندې كوي او د ټولو څانګو پشمول تخفيف، موافقت، موسمياتي ماليات او د لاس اينډ ډيميج پشمول ټولو څانګو كښې به په مشتركه موسمياتي يقيني عملدرآمد زور رواړي ۔ وياندې ووئيل کوپ 28 كښې به د نورو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره په ګډه كار كوٶ او ټولو ماحولياتي خطرو څخه رامخې ته پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د ډيميج اينډ لاس فنډ فعالولو سره سره به د وړومبي ګلوبل سټاك ټېك (جي اېس ټي) بامعني نتيجې لټولې شي او پاكستان به پرمختللو هېوادونو څخه د خپلو مطالبو پخلے هم كوي چې ھغوي پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د موسمياتي ماليات په توګه په كلنه توګه سل بېليونه ډالره رقم د موبلائز كولو هدف سر كړي۔ دې ووئيل خارجه وزير به د 28م نومبر كال 2023 څخه د كډوالو د قاچاق مخنيوي لپاره د نړيوال اتحاد پحقله په نړيوال كنفرنس كښې ګدون لپاره د بيلجيئم دوره كوي څوك چې دا دوره مائيګرېشن آف هوم افيئرز لپاره د اروپا كمشنر يلوا جوهانسن په بلنه كوي۔ په كنفرنس كښې به خارجه وزير په غېر قانوني كډه كولو كښې كمي لپاره د پاكستان لخوا په پورته كړو اقدامات رڼا اچوي ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں