كېبنټ سېكرټرېټ لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه سبا كېږي

image

اسلام آباد ۔ 26 اګست (اے پی پی) كېبنټ سېكرټرېټ لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه سبا د شورؤ په ورځ كېږي۔ د اسټېبلشمنټ ډویژن سېكتر به د هغه کنټرېکټ ملازمینو په اړه محكمه وار بريفنګ وركوي د كومو د رېګولر كېدو لپاره چې د عدالتونو او مجاز اتھارټيز لخوا منظوري وركړې شوې ده ولې تر دې دمه ددوئي كېسونه ځنډ سره مخ دي۔ د كمېټۍ غونډه به د طلحه محمود په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې كيږي۔ کمېټۍ ته به د پی پی آر اے ، سول اېوی اېشن اتھارټی او پاکستان انټرنیشنل ایئرلائنز کارپورېشن لخوا د ګلګت سکردو ایئرپورټس سېلګرۍ ودې له د ممكنه اپ ګرېډېشن او پراختيا په اړه بريفنګ وركولې شي۔ کمېټی به د هغه غېر ملكي كمپنيو نامو او نورو تفصيلاتو په اړه خبرولې شي كومو ته چې د نیو انټرنېشنل ایئرپورټ اسلام آباد تعميراتي كار كولو له كنټرېكټ وركړې شوې دې

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں