د پي اېس ډي پي ترسېوري لاندې اټامک انرجی کمېشن له 4 اربه 27 کروړه روپۍ جاري

image

اسلام آباد ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې پاكستان اټامک انرجی کمېشن ( پی اے ای سی) له په مجموعي توګه تر دې دمه 4 اربه 27 کروړه 3 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حکومت د پی اے ای سی پرمختيائي كارونو له د د روان مالي كال په مهال د 24 اربه 45 کروړه 72 لكه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې حكومت کراچی کوسټل پاور پراجېکټ له 3 اربه 60 کروړه، ګلګت انسټیټیوټ آف نیوکلیئر میډیسن انکالوجی له 14 کروړه 74 لكه، ګوجرانواله انسټیټیوټ آف نیوکلیئر میډیسن ریډیو تھراپی له 14 کروړه، نیشنل ټوکومیک فیوژن پروګرام له 3 کروړه 39 لكه، شناوا یورینیم مائننګ پروګرام له 18 کروړه 44 لكه او اټامک انرجی کېنسر هسپتال نوری اسلام آباد له 6 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں