كوئټه 31 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د رحيم يار خان په لياقت پور تحصيل كښې د مسافرو په ټرين كښې د اور لګېدو په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې۔د بلوچستان وزيراعلٰی په خپل بيان كښې ووئيل چې دا د افسوس وړ پیښه ده٬ځپليو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كوو٬په دې پیښه كښې د مسافرو په حق رسېدلو ټول قام غمجن دې۔لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔د بلوچستان وزيراعلٰی د ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه