د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه اشرف د شهزاد سعيد د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد۔23 نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د قامي اسمبلۍ ميډيا ډائرېكټر شهزاد سعيد د پلار حاجی سعید احمد په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ سپيكر د غمرازۍ خپل پېغام كښې د حاجی سعید احمد په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د ارواښاد ناڅاپي مرګ غمجنې كورنۍ لپاره يوه لويه خفګاني پېښه ده۔ ده ووئيل مور او پلار د قدرت يوه ځانګړې ډالۍ وي كومه چې نعم البدل نه لري۔ د دوئي په حق رسېدو سره چې كوم زيان وشي ازاله يۍ كله هم نه شي كېدې ۔ ده شهزاد سعيد سره خواخوږي ښكاره كولو كښې ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ ستاسو سره ولاړ يوو۔ دغسې سپيكر د ارواښاد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں