د وزيراعظم عمران خان په هوسټن كښې نارتهـ امريكا اسلامك سوسائټې ته د وېډيو كال د لارې وېنا

image

اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا نړۍ ته وئيلي دي چې هندو بالادست ډله آر اېس اېس د منطقې امن لپاره سخت خطر ده٬ د هند لخوا په مقبوضه جمو او كشمير كښې د يو اړخيزه او غېر قانوني كارروائې په نتيجه كښې دواړه اټومي هېوادونه يو بل ته مخامخ دي۔ په هوسټن كښې نارتهـ امريكا اسلامك سوسائټې ته د وېډيو كال د لارې په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې ټول هند د انتهاخوښې نظرئې په كنټرول كښې دے كومه چې هندي ټولنې لپاره خطر ده۔ ټول اقليتونه د يو پلان له مخې هدف كولې شي۔ ده په اسام كښې د وروستيو بدلونو حواله وركړه چرته چې د 19 لكه مسلمانانو پشمول اقليتي خلق د شهريت نه محروم كړې شوي دي۔ د كشميري مسلمانانو نه پس عېسايان د طاقت په زور په هندوازم كښې بدل كړې شول۔ په كليساګانو بريدونه وكړې شول او ډېر زر به سكھان هم داسې عمل سره مخ شي۔ وزيراعظم يو ځل بيان نړۍ ته ووئيل چې هغه دې د كشمير مسئلې حل لپاره خپلې ذمه وارې وپېژني۔ ده ووئيل چې ٬ د هند لخوا په مقبوضه جمو او كشمير كښې د يو اړخيزه او غېر قانوني كارروائې په نتيجه كښې دواړه اټومي هېوادونه يو بل ته مخامخ دي۔ ده ووئيل چې او آئي سي ته خواست شوے چې هغه خپل كردار ترسره كړي۔ د دې نه علاوه زه به په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې دا مسئله پورته كوم۔ وزيراعظم ووئيل چې د هند لخوا په مقبوضه جمو او كشمير كښې كرفيو په 27مه ورځ كښې داخله شوې چې مقصد ئې د كشميري اولس د آزادې هڅې تر پښو لاندې كول دي۔ په مقبوضه كشمير كښې مكمل مواصلات بند دي٬ مېډيا بند ده٬ 8 زره كشميريان په زندانونو كښې اچول شوي دي او 4 زره د سيمې نه بهر كړې شوي دي۔ كشميري مشران نيول شوي دي او تر دې چې د هند د اپوزيشن مشران هم مقبوضه كشمير ته د داخلې نه منع كړې شوي دي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې كه د هند لخوا كوم ډول جارحيت وكړے شو نو د دې به پوخ ځواب وركولې شي۔ وزيراعظم د اسلام او اسلام فوبيا په اړه ووئيل چې دلته يوازې يو اسلام دے او بدقسمي دا ده چې چې كوم مذهب ترهګرې سره وتړل شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د لوېديځو په كوڅو كښې په اوسېدونكو كښې به په مذهب او انفرادي فعل كښې د فرق په اړه حساسيت پېدا كول وي۔ ده ووئيل چې د نائن الېون پېښې نه پس په لوېديځ كښې هر مسلمان ته په شك كتلې شي او دا اصطلاح راغلې چې اسلامي ترهګرې اسلام فوبيا پېدا كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې ترهګري كوم مذهب سره تعلق نه لري۔ ده لويديځ ته ووئيل چې هغوي دې د مسلمانانو٬ د دوي د رسول او نورو پېغمبرانو سره د دوي د تړون جذبات وپېژني۔ وزيراعظم ووئيل چې د اسلام فوبيا په بنياد په لوېديځ كښې په مسلمانانو بريدونه وكړے شول او په كرائسټ چرچ كښې په جومات بريد وكړے شو۔ وزيراعظم د سوسائټې غړو ته ووئيل چې خپل پلېټ فارم دې وكاروي او د اسلام او مسلمانانو په اړه غلط فهمې لرې كولو لپاره دې خپلې هڅې زياتې كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں