د وزيراعظم عمران خان په هدايت په پاك افغان پوله زيرو پوائنټ پاك افغان هېلتهـ كېئر ريفرل فېسېلېټي﴿روغتون﴾ جوړ كړے شو۔ ډاكټر هشام انعام الله

image

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په هدايت د وزيراعلٰي محمود خان او د روغتيا صوبائي وزير ډاكټر هشام انعام الله خان په هڅو په پاك افغان پوله زيرو پوائنټ پاك افغان هېلتهـ كېئر ريفرل فېسېلېټي جوړ كړے شو۔ د روغتيا صوبائي وزير ډاكټر هشام انعام الله خان وئيلي دي چې په دې ځائ كښې به د اېكسرے٬ لېبارټرې٬ لېبر روم٬ الټراساؤنډ٬ اسي سي جي٬ اېمبولېنس او د مائنر او ټي نه علاوه د روغتيا نورې اسانيې وركولې شي۔ ده ووئيل چې په كوم ځائ روغتون جوړ كړے شوے٬ دلته اول يوه سركاري ودانې وه خو د وزيراعظم عمران خان په هدايت د روغتون درجه وركړے شوے۔ ده ووئيل چې په روغتون كښې به افغان وروڼو ته د روغتيا غوره اسانيې وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں