د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه

image
APP68-01 ISLAMABAD: October 01 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of the Federal Cabinet at PM Office. APP

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي كابينې وزيراعظم عمران خان له د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كولو او د هند حكومت د اړخه غېر قانوني او ظالمانه اقدامات په ډاګه كولو مباركي وركړې ده ٬وفاقي كابينې د ګوادر بندر ځاې د ټېكسېشن څخه مستثنٰی كولو٬اي كامرس پالېسي او هلال فوډ اتهارټي جوړولو لپاره د وزارتونو ترمينځه د كمېتۍ جوړولو منظوري هم وركړې ٬دغسې نېكټا د كورنيو چارو وزارت ماتحت كولو په لړ كښې د رولز آف بزنس د بدللو منظوري او د اي كامرس پالېسۍ پھ فريم ورك تفصيلي بريفنګ وركړی شو او د هغې منظوري هم وركړی شوه٬ كابينې د ډينګي رنځ په خپرېدو٬په مصنوعي توګه د وړو بيعې زياتولو په ګيله د تشويش څرګندونه هم وكړه۔د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان مېډيا ته بريفنګ په مهال ووئيل د كابينې د غونډې پیل كېدو نه وړاندې وزيراعظم عمران خان د امريكې خپلې دورې او د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقاتونو په اړھ كابينه خبر كړه ٬ دغسې خارجه وزير 50 ملاقاتونه كړي د كومې چې ون پوائنټ ايجنډا وه چې مقبوضه جمو كشمير كښې د هند بيانيې ته ماتې وركړی شي او د هند ناوړه مخ نړۍ ته په ډاګه كړی شي او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې مظلومو كشميريانو له د هغوي حق وركړی شي٬وزيراعظم ووئيل د بېلو مشرانو سره په ملاقاتونو كښې اصل صورتحال وړاندې كولو سره د هغوي ذهنونونو بدلولو كښې بريالي شوي وو۔وزيراعظم كابينه خبر كړه چې د اسلام اصل روح٬تعليمات او اسلامي تهذيب رامخې ته كولو او د اسلام په ضد منفي ډنډورو مقابلې كولو له د تركيې او ملائېشيا سره په ګده د يو چينل جوړولو پريكړه شوې ده ٬دې سره سره د تركيې د اړخه د سلطنت عثمانيه دور پھ اړه د جوړې ډرامې سيريل به هم په پاكستان كښې نشر كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د اسلام په ضد په بهر نړۍ كښې د منفي ډنډورې مقابلې لپاره ضروري ده چې مونږ د اسلامي شخصياتو ژوند رامخې ته كړو٬په غونډه كښې د كابينې په پريكړو د عملدرآمد په حقله تفصيلي راپور وړاندې كړی شو۔كابينې ته ووئيل شول

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں