اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي پاكستان و تركيه تاريخي٬كلتوري او د ورورولۍ اړيكې لري٬ پاكستان تركيې سره د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې زياتولو له عزم لري۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د تركيه د تجارت وزير ډاكټر عمر بولات په مشرۍ كښې د راغلې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔د خزانې وزير د تركيې د وزير او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په قوي٬زړو او د ورورولۍ په اړيكو يې رڼا واچوله۔ده ووئيل دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اقتصادي او د تجارتي پرمختګ لا امكانات موجود دي۔د تركيه وزير د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف او د تركيې صدر رجب طيب اردوان په خاص توګه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له د پام لرنې په اړه د شريك عزم حواله وركړه۔هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې زياتولو استعداد موجود دے۔هغه د خذمات٬صحت٬تعليم٬طب او د فيشن پشمول د ممكنه سرمايه كارۍ لپاره مركزي څانګې هم په ګوته كړی۔د تركيې د تجارت وزير د سرمايه كارو باور زياتولو لپاره د تركيه كمپنو لپاره سرمايه كارۍ كښې سهولت وركولو له اقدامات هم تجويز كړل او د پاكستان او تركيه ترمينځه د فضائي رابطو په زياتولو يې ټينګار وكړو دغسې چې معاشي تبادلې زياتې كړی شي۔د خزانې وزير محمد اورنګزېب د پاكستان او تركيه ترمينځه د تاريخي او كلتوري اړيكو په اهميت رڼا واچوله۔ده ووئيل د پاكستان اقتصادي صورتحال مستحكم كېږي٬كرنسۍ استحكام موندلے٬د زرمبادله پنګې د 9 ارب ډالرو نه زياتې شوي او د افراط زر شرح هم په ښكاره توګه كمه شوې۔ده د تركيه وزير بولات د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف )په سټاف ليول د شوې اوسنۍ لوظ نامې نه خبر كړو د كومې مقصد چې اوږد مهاله استحكام باوري كول دي۔ده د ټيكسيشن٬توان او سركاري ادارو كښې د روانو اصلاحاتو په حقله د پورته كېدونكو ګامونو نه هم د تركيه وزير خبر كړو۔د خزانې وزير د سرمايه كارۍ عمل آسانولو او نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو كښې د خصوصي سرمايه كارۍ سهولت كونسل په كردار هم رڼا واچوله۔دواړو وزيرانو د اړيكو قوي كولو او د تجارتي حجم زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔سېنېټر محمد اورنګزېب د تركيه وزير له باور وركړو چې حكومت د سرمايه كارو مرستې لپاره د ضابطې عمل آسانوي۔دغسې چې په كاروبار كښې آسانۍ وي۔د تركيه وزير په مرسته او ګټورو خبرو اترو د خزانې وزير مننه وكړه۔په دې مهال د خزانې وزير سره د ميزان بانك پلاوي هم ملاقات وكړو۔د پلاوي مشري د بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن رياض اېس اے اے ادريس كوله۔په پلاوي كښې صدر او سي اي او عرفان صديقي٬ډپټي سي اي او سيد امير علي هم شامل وو۔په ملاقات كښې چيئرمېن د مينځني ختيزې تر ټولو لويې بانك په حېثيت هم رڼا واچوله كوم چې په پاكستان كښې يو زر څانګې او د 17 زره نه زيات ملازمان لري٬هغوي په ګټه او ترسيلات زر كښې د زياتوالي د سهوليات ذكر كولو سره ووئيل د دې اقداماتو څخه د هېواد د سم اقتصادي اړخ عكاسي كېږي۔د خزانې وزير ووئيل په پاكستان كښې د جامع معيشت ټولې اشاريې سمې او په ښه ډول وړاندې روانې دي۔د هېواد په معاشي انتظام د اولس باور زياتېږي۔ده د سركاري ملكيتي ادارو اېف بي آر٬د توان څانګې او د نجكارۍ په اړه اصلاحات له د حكومت د روانو هڅو نه هم پلاوې خبر كړو۔د خزانې وزير پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې او كاروبار كښې آسانۍ لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو