د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سېمينار ته وېنا

image

لاهور 11 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د نظرياتو جګړه په ټوپك نه بلكې په دليل كولې شي٬ الميه دا ده چې انشتار او ناامني خپرونكي دليل نه لري٬ په پاكستان كښې سياسي نه بلكې فكري بحران دے٬ زمونږ ايمان دے چې څوك سرور كونين حضرت محمد ﴿ص﴾ سره عشق نه لري٬ هغه مومن نه دے٬ وزيراعظم عمران خان رښتينې عاشق رسول دے٬ كوم چې كله هم د مدينې مباركې په خاوره څپلو سره قدم نه دې ايښې٬ وزيراعظم په مدرسو كښې زده كړې كوونكو ماشومانو لپاره هم غږ پورته كړے٬ په پاكستان كښې په سركاري كچه په وړومبي ځل ربيع الاول لمانځل كېږي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د پاكستان جرنلسټ فاؤنډېشن تر سيوري لاندې په ځائي هوټل كښې د عدم برداشت رجحان او د رياست ذمه وارې په عنوان يو سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې ځينې طبقو د دليل په ځائ د ټوپك په زور د خپلې رائې تپل عادت جوړ كړے كوم چې وائي چې پاكستان به بند كړو ځكه چې هغوي د مذهب په نوم سياست كوي۔ ده ووئيل چې په افغانستان كه د روسيې قبضه وي يا د نائن الېون پېښه٬ د دې تعلق پاكستان سره د جوړولو هڅه كولې شي۔ امريكې د پاكستان نه پوښتنه كولو سره په افغانستان بريد نه دې كړے خو اثرات ئې مونږ زغمو۔ ده ووئيل چې د سترې محكمې پرېكړه چا لوستلې هم نه ده چې اصل خبره څه ده او دا يوه فكري الميه ده۔ ده ووئيل چې مونږ د تشدد لار نه ده خپله كړې۔ ده ووئيل چې رياست تر څو د برابرې ماحول ورنه كړي٬ نو دا مسئله نه شي حل كېدې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې په سركاري كچه په وړومبي ځل ربيع الاول لمانځل كېږي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں