د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د ملازمانو د بندو تنخاګانو وركولو لپاره لائحه اوغوښته

image

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي﴾ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د ماتحت ادارو د ملازمانو د بندو تنخاګانو وركولو لپاره د تعليم سېكتر څخه حكمت عملي غوښتې ده ۔د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د تعليم وزير د تعليم سېكتر ته سپارښتنه كړې چې د تنخاګانو ادائيګۍ لپاره په سمدستي توګه طريقه او حكمت عملي جوړه كړئ۔ده د تعليم سېكتر څخه پوښتنه كړې چې د دې ملازمانو تنخاګانې مونږ څنګه ادا كولې شو او په څومره موده كښې د ملازمانو تنخاګانې وركول ممكن دي۔د تعليم وزير وئېلي دي مونږ غواړو چې د ملازمانو تنخاګانې زر تر زره ادا كړی شي۔د يادونې وړ ده د دې وزارت د ماتحت ادارو وفاقي نظامت تعليمات٬د انساني پرمختګ قامي كميسون او د بيسك ايجوكېشن كميونټي سكولونو د ملازمانو تنخاګانې د تېرو 6 مياشتو نه نه دي وركړې شوي

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں