هېواد كښې د ودانيو جوړولو په لړ كښې د خصوصي وګړو اسانۍ تر نظره ساتلو ته اړتيا ده

image

اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هېواد كښې د ودانيو جوړولو كښې د خصوصي وګړو اسانۍ تر نظره نيولو ته اړتيا ده۔ په هر يو ښار كښې به د سائن لېنګوېج تربيې پروګرام معارفي كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د ګل په ورځ ده د ډائرېکټورېټ جنرل آف سپېشل اېیجوکېشن ترسېوري لاندې د معذورو وګړو نړيوالې ورځې په مهال پاکستان نېشنل کونسل آف آرټس كښې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو زه ډېر خوشحاله شوې يم ۔ ده ووئيل كه د ټولنې معيار ښه كول وي نو مونږ له به خصوصي وګړو سره خپله رويه ښه كول وي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد مسئلو سره مخ دې ولې د دې مطلب دا نه دې چې مونږ دې د خصوصي وګړو په اړه خپل فرض هېر كړو۔ ده ووئيل د خصوصي وګړو په ادارو كښې كار كوؤنكي وګړي د قدر وړ دي ولې چې دوئي يوازې نوكري نه كوي كوم چې په زړه كښې درد لري هغوي د كوچنيانو خذمت كولې شي۔ شفقت محمود ووئيل مونږ له لا ډېر كار كول دي۔ ده ووئيل زمونږ وزارت د خصوصي كوچنيانو لپاره بېل ګامونه پورته كوي په كوم كښې چې د دوئي تعليم او تربيه باوري كول دي۔ په دې مهال د سپېشل اېجوكېشن ډي جي عشرت محمود د خپلې ادارې لخوا خصوصي كوچنيانو لپاره په پورته كېدونكو ګامونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل زمونږ ادارې ته د راتلونكو كوچنيانو د ښه كېدو شرح تر 70 فيصد ده كومه چې په عملې ژوند كښې د برخې اخستو جوګه كېږي۔ دې نه وړاندې كوچنيانو ټېبلو شوز او ملي سندرې وړاندې كړې۔ دستوره كښې ګډون كوؤنكو د غوره پرفارمنس په څرګندونه د خصوصي كوچنيانو ډاډګيرنه وكړه۔ دستوره كښې سندونه هم ووېشلې شول

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں