د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيې د دفاع وزير جنرال(ر)هولوسي اكار سره خبرې

image
APP106-20 ISLAMABAD: December 20 - President Dr. Arif Alvi talking to Defence of Turkey General (R) Hulusi Akar who called on him. APP

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او تركيه د دفاعي او تجارتي اړيكو ودې لپاره ډېر زيات صلاحيتونه لري٬پاكستان سرمايه كار دوسته هېواد دې٬نړۍ او په خاص توګه د تركيې سرمايه كار دې موقعو څخه استفاده كولې شي۔ده دا خبرې د تركيې د دفاع وزير هولوسي اكار سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ خپل پلاوي سره يوځاې اولس مشر سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل د تركيې كمپنو په پاكستان كښې د توان او انفراسټركچر په پروژو كښې ډېره سرمايه كاري كړې٬دې سره نه يوازې شريكې اړيكې مستحكمې شوي بلكې سرمايه كارۍ د دواړو قومونو په پرمختګ او خوشحالۍ كښې هم مهم كردار ترسره كړې۔اولس مشر ووئيل پاكستان او تركيه ګټورې ژورې او تاريخي د ورورولۍ اړيكې لري۔د تركيې د دفاع وزير هيله څرګنده كړه چې د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيې اوسنۍ دورې په نتيجه كښې به شريكې اړيكې لا قوي شي او په سباؤن كښې به د لوړې كچې رابطې لا زياتې شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه د آزاد تجارت لوظ نامې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو ضرورت دے

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں