خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره وركړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي، شیخ رشیداحمد

image

پېښور 23 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزیر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې کرپشن به ختمولې شي، خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره وركړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د اتوار پھ ورځ پېښور كښې د تند رفتاره ټرین رحمان بابا ایکسپریس پرانستې دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو صوبائی وزیر شوکت یوسفزئی، د ريلوے چیئرمېن راجه سکندر سلطان، جنرل منیجرآفتاب اکبر او د پېښور ډی اېس وقاراحمد هم موجود ؤ۔ د ريلوے وزير ووئيل كه د بدعنوانۍ ناسور ختم نه كړې شو نو هېواد ته به لوئ زيان ورسي۔ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې لارښود دې څوك چې غله زندان ته رسولې شي۔ شیخ رشید ووئيل د ریلوے زمكې د چا ذاتی جاګیر نه دې ، چرته چې په هغې قبضه شوې ده هغه به آزادولې شي۔ ده د ریلوے چارواكو ته پېښور كښې د ريلوے زمكو آزادولو سپرښتنه وكړه ۔ ده ووئيل تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په مهال دې غريب اولس بې ځائه تنګ نه كړې شي او د مالدارو سره دې هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي، ده ووئيل اوس كه ټرين چليږي نو د پاکستان معیشت به هم ښه كېږي۔ده ووئيل په ریلوے كښې د پنشن په لړ كښې 35 اربه ، د تنخاګانو په لړ كښې 30 اربه ، د لون په لړ كښې 25 اربه روپۍ بوجھ دې خو بيا هم مونږ به د ریلوے څخه ګټه ترلاسه كولو په ځائې غریب او د مينځنۍ طبقې لپاره اقدامات كوو۔ شیخ رشید احمد ووئيل په راتلوكو ورځو كښې به دوه نان سټاپ ټرینونه چلولې شي، مونږ سره تر 15 دسمبر تر کراچۍ لپاره کوم ټکټ نشته خو د اولس اسانيو لپاره به د 01 جنوری څخه يوې مياشتې له خاص ونټر ټرین چلولې شي۔ د ريلوے وزير ووئيل د رحمان بابا ټرین پرانسته د وزیراعظم عمران خان د اړخه د خېبرپښتونخوا اولس له ډالۍ ده۔ د ریلوے خوارې كښو په مرسته په 100 ورځو كښې به 20 ټرینونه چلولې شي۔ ده ووئيل د جهانګیرہ او نوښار ریلوے سټیشنې به اپ ګريډ كولې شي او ډير زر به د سفاری ټرین پرانسته هم وكړې شي۔ ده ووئيل په 10 ډبو مشتمل رحمان بابا ایکسپریس ټرین د 880 مسافرو ګنجائش لري او سړي سر كرايه به 1350روپۍ وي ، دا ټرين به د 36 ساعتونو په ځائې په 26 ساعتونو كښې كراچۍ ته رسي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں