اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی)د ملائېشيا نمائندكان سپيكر محمد عارف بن محمد يوسف د نهې پھ ورځ د خپل پلاوي سره په پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د كشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سپيكر د ملائېشيا پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل هند د كشمير آئيني حېثيت بدلولو سره سيمه د نوې خطرو سره مخ كړی٬پھ جمو او كشمير كښې د 57 ورځو راهسې كرفيو ده٬د كشمير مسئله يوه شخړيزه مسئله ده بايد كشمير مسئله د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل شي۔ده ووئيل امن ناكه حل په سيمه كښې كوټلي امن له ضرورې دے٬هند په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔اسد قيصر ووئيل په كشمير كښې په مېډيا بندېز دے ٬ د كرفيو په وجه په سيمه كښې د خوراك٬داروګانوا و د ضرورت نورو څيزونو كمې دے۔نړيواله ورورولي دې په كشمير كښې د كرفيو ختمولو لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د ملائېشيا سره د ورورولۍ اړيكو ته اهميت وركوو٬پاكستان د ملائېشيا سره په بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔په دې موقع د ملائېشيا سپيكر ووئيل ملائېشيا د پاكستان سره د ورورولۍ اړيكو مستحكم كولو خوښي لري۔ملائېشيا د پاكستان سره په ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔ده ووئيل پارليماني سفارتكاري دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ملائېشيا د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې امن ناكه حل غواړي۔ده ووئيل د كشمير مسئلې امن ناكه حل د سيمې د سلامتيا بنيادي برخه ده۔