اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اے پي اېن اېس عمومي سېكتر سرمد علي د مور په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په خپل پېغام كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.