اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو نګران وفاقی وزیر شاهد اشرف تارړ فیصل آباد‘ملتان موټروے ایم فور د مسافرو په بس كښې د اوور لګيدلو په پېښه كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔وفاقی وزیر په پېښه كښې په حق رسيدليو او ژوبل كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د پېښي په سمسدتي توګه د پلټنو كولو امر كړې۔ده د اتوار تر ماښام د ابتدائی رپورټ جمع کولو په سختۍ سره سپارښتنه كړي۔د این ایچ اے وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نګران وفاقی وزیر ووئيل دا ډول پېښو څخه بچ كيدو لپاره وړاندې هم ګڼ شمير ګامونه پورته كړې شوي، موټروے پولیس ته په دغه اقداماتو په سختۍ سره د عملدرآمد کولو سپارښتنه شوي۔ شاهد اشرف تارړ ووئيل تفصیلی انکوائری رپورټ راتللو نه پس به په دې اقدامات كښې لا ښه والي راوستلې شي۔د پېښي اطلاع ترلاسه كيدو نه پس په سمدستي توګه وفاقی وزیر تحصیل هیډ کوارټر هسپتال پنډی بھټیاں او د پېښي ځائې دوره کړې او د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه ئې كړي۔