په نوو حلقه بندو د اعتراضونو سماعت بشپړ شو ٬ حتمي فهرست به په 30 نومبر خپور كړے شي٬ چيف الېكشن كمشنر

image

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن په نوؤ حلقه بندو د اعتراضونو سماعت بشپړ كړے دے ، سیاسی ګوندونو لپاره ضابطه اخلاق منظور كړے شوے ٬ د بېلټ پېپرز طباعت لپاره ضروري انتظامات هم شوي دي٬ الېكشن كمېشن ټول ټاكنې كولو له چمتو دے٬ د حتمی فهرستونو د پرنټنګ كار روان دے۔ د زيارت په ورځ د الېكشن كمېشن مهمه غونډه د چيف الېكشن كمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې د راروانو ټول ټاكنو تياريانو سره د اړوند انتظامات جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښی د الېكشن كمېشن غړو په شمول سېکرټری الېکشن کمېشن ، صوبائی الېکشن کمشنر پنجاب او نورو افسرانو ګډون وكړو۔ صوبائی الېکشن کمشنرانو (خېبر پختونخوا ٬ سندھ و بلوچستان) د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې الېكشن كمېشن ته ووئيلې شول په نوو حلقه بندو د اعتراضونو سماعت بشپړ شوے او د الېكشن كمېشن د پرېكړو په رڼا كښی به د حتمي حلقه بنديو فهرست په 30 نومبر خپور كړے شي۔ دغسې د قانون له مخې د سياسي ګوندونو مشاورت څخه وروستو الېكن كمېشن د ضابطه اخلاق منظوري وركړې ده او په دې اړه به باضابطه نوټيفكېشن په راروانو څو ورځو كښې جاري كړے شي۔ غونډه خبر كړې شوه دغسې د بېلټ پېپرز طباعت لپاره ضروري انتظامات هم بشپړ شوي٬ الېكشن كمېشن ټول ټاكنې كولو له چمتو دے٬ د حتمی فهرستونو د پرنټنګ كار روان دے۔ الېکشن کمېشن راروانو ټول ټاكنو له تر دې دمه په شوو انتظامات د اطمينان څرګندونه كولو سره امر وكړو چې د ټاكنو فهرستونو ریټرننګ افسرانو ته په وخت ترسيل لپاره دې بشپړه تګلاره جوړه كړې شي۔ الېکشن کمېشن ووئيل د ټاكنو په مهال امنيتي وضعه په ځايې ساتلو له دې د صوبائي حكومتونو او لاء انفورسنګ ایجنسیو تعيناتۍ له تفصيلات په يوه اونۍ كښې ترلاسه كړې شي او د پوليس فورس د كمۍ په صورت دې متبادل انتظام باوري كړے شي۔ الېكشن كمشنر سپارښتنه وكړه بله دا چې د ټاكنو په مهال دې د پاك پوځ خذمات هم ترلاسه كړے شي دغسې چې اولس لپاره د رائے خحق كارولو په وخت بشپړ امنيت باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں