اسلام آباد 30 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی په يوه ورځنۍ سرکاری دورہ د اتوار په ورځ قطر ته رسيدلې۔ د خارجه وزارت له مخې خارجه وزیر شاہ محمود قریشی په يوه ورځنۍ سركاري دوره د اتوار په ورځ قطر ته رسيدلې دې۔ هوائي ميدان ته په رسيدو د قطر خارجه وزارت اعلیٰ چارواكو او په دوحه كښې د پاکستان د سفارتخانې عملې د هغه هركلے وكړو۔ د خپلې دورې پھ مهال به خارجه وزير د قطر خپل همڅنګ او اعلیٰ قیادت پشمول د وزیراعظم او دوهم وزیراعظم سره هم ملاقاتونه كوي۔ د قطر اعلیٰ حکام سره په دې ملاقاتونو كښې به خارجه وزير شاہ محمود قریشی د افغان په مصالحتی عمل، پاك قطر دوه اړخيزه اړيكو او په نورو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔