د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د امريكائي سېنټرل كمانډ كمانډر جنرال جوزف ووټل په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات پاكستان به سيمه ايز امن او استحكام له خپلې هڅې دوامدارې ساتي۔ افغانستان كښې امن منطقې لپاره مهم دے۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر باجوه

image

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې پاكستان به سيمه ايز امن او استحكام لپاره خپلې هڅې دوامدارې ساتي۔ افغانستان كښې امن منطقې لپاره ډېر مهم دے۔ د امريكائي سېنټرل كمانډ كمانډر جنرال جوزف اېل ووټل منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاك پوځ د هڅو ستائنه وكړه۔ د اتوار په ورځ د اېس پي آر لخوا جار شوي بيان ترمخه د امريكائي سېنټ كام كمانډر جنرال جوزف ووتل په مشرۍ كښې پلاوي د پاك پوځ سرلكښر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وكړه۔ د ملاقات په مهال په جیو سټرېټجک چاپېرچل ٬ سيمه ايزې سلامتيا او افغانستان كښې د امن او روغې جوړې په عمل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاك پوځ د هڅو ستائنه وكړه۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل افغانتسان كښې امن مطقې لپاره مهم دے۔ ده ووئيل پاكستان به سره د ستونزو سيمه ايز امن لپاره د خپلې برخې هڅې روانې ساتي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں