سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري سره چيف اېګزېكټو آفسر ”کریم” پاکستان جنېد اقبال ملاقات

image
APP03-21ISLAMABAD: January 21 - Junaid Iqbal, CEO Careem Pakistan called on Zulfikar Bukhari, Special Assistant to Prime Minister on Overseas Pakistanis & HRD to discuss regularization of e-business and facilitation of Pakistani expats. APP

اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري سره چيف اېګزېكټو آفسر ”کریم” پاکستان جنېد اقبال ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د آن لائن ماركيټ ٬ په اي بزنس د حكومتي قانون سازۍ او سمندر پورې پاكستانيانو له د اسانيو وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ او پي اېف كارډ لرونكو لپاره په كريم ډسكاونټ خبرې وشوې۔ ملاقات كښې په دې خبره هم غور وكړې شو چې كريم خليجي رياستونو څخه بېرته راغلو پاكستانيانو له تربيه وركولو سره دوئي ته روزګار وركولې شي۔ دغسې ترسیلات زر لپاره د آن لائن ادائيګۍ په نظام هم ملاقات كښې خبرې اترې شوي۔ سی ای ا و کریم جنېد اقبال ووئيل كريم اوورسيز پاكستانيانو له اهميت وركوي۔ دبئی كښې د كريم 80 فيصده كپتانان پاكستانيان دي۔ سعودی عربستان كښې 8 فیصده د لېموزین ډرائيوران پاكستانيان دي۔ جنېد اقبال د كريم مسئلو او د كريم نوو منصوبو نه هم د وزيراعظم خاص مرستيال خبر كړو۔ ذوالفقار بخاری خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان كښی اي كامرس لپاره قواعد جوړولې شي۔ د اي كامرس په اړه قانون سازي د وخت ضرورت دے۔ آن لائن مارکیټ به تر كال 2023ء 20 لکھ کاروباری موقعې رامخې ته كړي۔ ده ووئېل دې ته د صنعت درجه وركول ډېر ضروري دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں