ميډيا د معاشرتي موضوعاتو په اړه د خبرتيا رسنه كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ناخبره پاتې كېدل د زيان سبب ګرځي۔ د اولنۍ مېرمنې عارف علوي دستورې ته خطاب

image
APP61-27 KARACHI: January 27 - First Lady Mrs. Samina Alvi addressing the gathering during Children Posters Contest organised by Friends of Burns Centre. APP

کراچۍ۔ 27 جنوری (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي وئيلي دي د بېلو موضوعاتو په اړه د ټولنې خبرولو ته اړتيا ده۔ ميډيا د معاشرتي موضوعاتو په اړه د خبرتيا رسنه كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ناخبره پاتې كېدل په ځينې وختونو كښې د لوئې زيان سبب ګرځي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د اتوار په ورځ په رنګو والا هال كښې د برنس سېنټر لخوا د بېلو سكولونو كوچنيانو ترمينځھ اور څخه د بچ كېدو تدابير په موضوع د راجوړې كړې پوسټرز مقابلې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل مونږ خبرتيا ته اهميت نه وركوؤ او د لږې غلطۍ لامله ښكلې مخونه وسوزي۔ د كروړونو روپو املاكو ته زيان ورسي۔ دې ووئيل د كراچۍ په ډول لوئې ښار لپاره يو بزنس سېنټر كافي نه دے بايد نورهم جوړ كړې شي۔ دې د بېلو معاشرتي موضوعاتو په اړه د خبرتيا رسنې په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د سينې كېنسر هم يوه مهمه مسئله ده او په دې اړه د خبرتيا رسنه پېل شوې ده۔ دستوره كښې د بزنس سېنټر انتظاميې په شمول د بېلو سكولونو كوچنيانو او استاذانو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں