اېف بی آر نوې كسان د ټیکس جال كښې راوستلو له هڅې كوي،اسد عمر

image

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي چې اېف بی آر نوې كسان د ټیکس نیټ كښې راوستلو له ټولې هڅې كوي۔يو نجی نیوز چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان تحریك انصاف حکومت ښو پالیسیو په سوب قامی معیشت په سم پلو روان شوې۔ اسد عمر ووئيل اقتدار كښې راتللو نه پس د پی ټی آئی حکومت بيل اقتصادی چیلنجونو سره مخ ؤ خو حکومت برآمدات كښې ښه والې نه ځانله د هېواد خسارې كمولو له هڅې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود مفتاح اسماعیل بايد د هېواد وګړو ته د افراط زر (ګرانۍ) یا اقتصادی حالت په اړه اووائي كوم چې هغوي د نوې حكومت ته پرېښودلې وؤ۔ ده د نواز شریف دور په مهال د افراط زر شرح موازنه كولو سره ووئيل د مسلم لیګ (ن) تير حكومت پھ مهال 10 فیصده افراط زر ریکارډ كړې شوې ؤ كوم چې اوس 8 فیصده ته راوستلې شوي۔ د خزانې وزير ووئيل 20-2019 كښې به د پاکستان معیشت ښه شي۔ ده ووئيل څوك هم د قانون څخه بالاتر نشته، پخواني وزیراعظم نواز شریف د خپلو مقدمو په وجه زندان كښې پروت دے او هغه د هېواد كوم هم روغتون څخه خپله درملنه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں