د پاكستان د درې واړه وسله والو ځواكونو د 79 مې پاكستان ورځې په مهال د دفاعي صلاحيت څرګندونه كولو سره د ګډې پرېډ

image

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د پاكستان درې واړه وسله والو ځواكونو د 79 مې پاكستان ورځې په مهال د دفاعي صلاحيت څرګندونه كولو سره د ګډې پرېډ اهتمام وكړو۔ د پرېډ اعزازي مېلمه د ملائشيا وزيراعظم مهاتير محمد او اولس مشر ډاكټر عارف علوي خاص مېلما وو۔ د پاك هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور د فلائي پاسټ او د اېس اېس جي كمانډنګ آفسر مېجر جنرال طاهر مسعود بھټه د فري فال جمپنګ مشري وكړه۔ د پاك هوائي ځواك جے اېف 17 تهنډر ٬ اېف 16 او شېر دل فارمېشن په افق ښكلې رنګونه خپرولو سره د پياوړې هوائي كرتبونو څرګندونه وكړه۔ د خالي په د 79 مې پاكستانۍ ورځې په مهال د وفاقي پلازمينې په پرېډ ګراؤنډ كښې په زړه پورې پرېډ وكړې شو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پرېډ دستوره كښې خاص مېلمه وو۔ وزیراعظم عمران خان ، چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی جنرل زبېر محمود حیات ، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ، د پاك هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور ، د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی ، وفاقی وزیرانو ٬ پارلماني غړو٬ غېر ملكي استازو ٬ سفیرانو ٬ كمشنرانو ٬ پاكستاني فنكارانو او د ملكي او غېر ملكي ابلاغ ذريعو سره سره لوئې شمېر عامو وګړو پرېډ كښې ګډون وكړو۔ د پرېد خاص مېلمه اولس مشر ډاكټر عارف علوي پرېډ ته د راتلو اعلان بګل غږولو سره وكړې شو۔ د سلامۍ په چبوتره وزیراعظم عمران خان ، د ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ اولس مشر ته هركلې ووې۔ دې څخه وروستو قامي سرود وغږولې شو۔ اولس مشر پرېډ كمانډر برېګېډئرنسیم انور سره پرېډ كښې د شاملو پنجاب رجمنټ ٬ فرنټیئر رجمنټ ٬ نادرن لائټ انفېنټری ٬ پاک بحریه ٬ پاک فضائیه ٬ مجاهد فورس ٬ فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ٬ پاکستان رینجرز ٬ پاکستان پولیس ٬ ټرائری سروسز لیډیز٬ آرمډ فورسز لېډز آفیسرز ٬ بوائز سکاؤټس ٬ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز خاص ډلو معائنه وكړه۔ دې څخه وروستو د پاك هوائي ځواك او پاك سمندري ځواك په زړه پورې فلائي پاسټ وشو۔ كوم كښې چې جے اېف 17 تھنډر او اېف 16 ، میراج، پی تھری سی اورین، اېف سېون، پی جی سیون، قراقرم ایګل ٬ سیپ 2000 او د کے ای تھری اواکس په شمول بېلو جنګي الوتكو برخه واخسته۔ د هوائي مارچ پاسټ مشري د پاك هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور وكړه۔ د پاك هوائي ځواك او پاك سمندري ځواك الوتكو د سلامۍ چبوترې ته نزدې تېرېدو سره اولس مشر ته سلامي وكړه۔ پرېډ كښې پنجاب رجمنټ ٬ فرنټيئر رجمنټ ٬ نادرن رجمنټ ٬ نادرن لائت انفېنټري ٬ پاک بحریه ٬ پاک فضائیه ٬ مجاهد فورس ٬ فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ٬ پاکستان رینجرز ٬ پاکستان پولیس ٬ ټرائر ی سروسز لیډیز٬ آرمډ فورسز لېډز آفیسرز ٬ بوائز سکاؤټس ٬ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز خاص ډلو د غوره پرېد څرګندونه وكړه۔ دستوره كښې د پاكستان تر ټولو نوي نصر ميزائل سسټم ٬ بابر کروز میزائل سسټم، شاهین I، شاهین II،شاهین IIIمیزائل سسټم، بې پائيلوټه الوتكې شهپر او د براق په شمول د دفاع نور سامان وښودلې شو۔ پرېډ كښې د پاکستان آرمی سپېشل سروسز ګروپ او د پاك سمندري ځواك کمانډوز 10 زره فټه اوچتوالي څخه د فري فال څرګندونه وكړه۔ د درې واړو وسله والو ځواكونو پېرا شوټرز د مېجر جنرل طاهر مسعود بھټھ په مشرۍ كښې يو بل پسې د سلامۍ چبوترې په وړاندې راكوز شول اولس مشر دوئي سره جوړه تازه وكړل۔ په دې مهال سفارتكار او غېر ملكي مندوبين د انګرېزۍ سره سره د آزربائیجان ،ترکیه او چين په ژبو كښې د دې هېوادونو د ځواكونو په اړه خبر كړې شول۔ پاکستانی اولس د آئي اېس پي آر هڅې وستائلې۔ د پرېډ په پايه كښې د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو واړوه صوبو او د سائنس او ټېكنالوجي خاص فلوټس ٬ د پاک سمندري ځواك هوور کرافټ او د پاکستان رېنجرز پنجاب په اوښانو ناستو ډلو اولس مشر ته سلامي وركړه۔ د دستورې په پايه كښې ساحر علي بګانی د بېلو تعليمي ادارو زده كوؤنكو او كوچنيانو سره دل دل پاكستان ٬ دل دل كي آواز او پاكستان زنده باد ملي سندره وړاندې كړه

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں