مونږ د وزیراعظم عمران خان په پرېكړو باور لرو۔ زرتاج ګل

image
APP03-19 ISLAMABAD: April 19 - Minister of State for Climate Change, Zartaj Gul inaugurates the National Exhibition of Textiles at Lok Virsa. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي وزیراعظم عمران خان دا واك لري چې څوك اوغٶاړي د خپلې كابينې برخه كړي٬ مونږ د وزیراعظم عمران خان په پرېكړو بشپړ باور لرو۔ دوهمې وزيرې دا خبرې د جمعې په ورځ په وائلډ لائف مېنجمنټ بورډ كښې د كوكا كولا كمپنۍ او د اېس اېم اي سي آئل كمپنۍ لخوا د مارګله هلز په نېشنل پارك كښې د صفائۍ كمپائن په مهال دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ دې ووئيل د سېلګرۍ ودې لپاره كلين اېنډ ګرېن پاكستان ضروري دے دغسې چې د سېلګرۍ په اړه د پاكستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كړې شي٬ د کلین اېنډ ګرین پاکستان منصوبه په رويو كښې د بدلون يو كمپائن دے چې په سوب ئې په اولس كښې شعور پېدا كول دي چې ھغوي خپل چاپېرچل پاك اوساتي۔ دې ووئيل د اسلام آباد پاكوالي لپاره د اسلام آباد وائلډ لائف مېنجمنټ بورډ ٬ كوكا كولا او د اېس ايم اي سي آئل كمپني مهم كردار لوبوي٬ د مارګله هلز ټرېلز پاك ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده ۔ په دې موقع د كوكا كولا كمپنۍ ملازمانو په ګروپس كښې د مارګله هلز نېشنل پارك صفائي وكړه

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں