اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم صحت لپاره خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د فارماسېوټيكل ټولو كمپنو ته وئيلي دي چې ھغوي د مئي تر 20مې نيټې د داروګانو بيعو كمولو اعلان وكړي٬ كه دوي خپله د داروګانو بېعه كمې نه كړې نو مونږ به بيعه كمولو لپاره ګامونه اخلو ٬ حکومت د صحت بنیادي آسانۍ وركولو عزم لري٬ اوسنې حكومت هېواد كښې د داسې نظام جوړولو عزم لري چې بنياد ئې يونيورسل هېلت كورېج وي دغسې چې هر كس ته د صحت بنيادي آسانۍ ممكن وي۔ د وزیراعظم صحت لپاره خاص مرستيال ډاكتر ظفر مرزا دا خبرې د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل زه د داسې ليډر ملګرتيا كوم څوك چې د اولس په ژوند كښې د بهترۍ وژن لري٬ ده ووئيل د ټولو نه وړاندې پرائمري هېلت كېئر ته پاملرنې ته اړتيا ده كومې ته چې په تېرو 70 كالو كښې پاملرنه نه ده شوې۔ ده ووئيل د كال 2002 نه تر كال 2013 د داروګانو بيعه منجمد ساتلې شوې چې په سوب ئې زيات داروګان ماركيټ نه غائب شوې او رنځوران ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل په 31 دسمبر كال 2018 889 داروګان په اېس آر او كښې شامل شوي چې له مخې ئې د داروګانو بيعه ټاكلې شوې٬ د 464 داروګانو بيعه كښې مناسب اضافه شوې او د 375 داروګانو بيعه كښې كمې شوې او 30 داروګان داسې دي چي بيعه ئې په ځائ ده۔ ده ووئيل كمپنۍ دې د مئي تر 20مې نيټې كال 2019 بيعه 75 فيصده ته راولي كه داسې اونه شول نو مونږ به ډرګ كورټ سره رابطه كوٶ