د پارلماني چارو دوهم وزير علی محمد خان سېنېټ ته ځواب

image

اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوې چې د پاکستان براډ کاسټنګ کارپوریشن راډيو اسټېشنو پخواني آلات اپ ګریډ كولو په تجویز غور روان دې، په كوم به چې درې اربه روپۍ خرڅ راځي٬د راډيو اسټېشنو ډیلی ویجز ملازمان مستقل کولو په اړه به پھ قواعد او ضوابط عمل کولې شي ۔د نهې پھ ورځ د سېنېټ پھ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتورې رخسانه زبیری، عثمان کاکړ او چوهدری تنویر خان د پوښتنې په ځواب د پارلماني چارو دوهم وزير علی محمد خان ووئيل دا مهال د پی بی سی بيلو راډيو اسټېشنو كښې د ریګولر ملازمانو شميره 1992 ده ، 36 كسان په عارضی بنیادونو كار كوي او هغوي د وزیراعظم معاونتی پیکیج ترمخه بھرتی کړې شوي۔ 16 ملازمیان په ورځنې اجرت کار کوي۔ په هغې كښې زياتره سکیورټی ګارډز دي۔ ده ووئيل پی ټی وی پارلیمنټ پارلمانی کارروائی ټیلی کاسټ كوي، د پی ټی وی په ټولو چینلو دا کارروائی ښودل ممکن نه دي۔ ده ووئيل د راډيو اسټېشنو ډیلی ویجز ملازمان مستقل کولو په اړه به پھ قواعد او ضوابط عمل کولې شي

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں