د رشکئی خصوصی اکنامک زون د بنياد تيګه به د روانې مياشتې تر پايې كېښودلې شي۔ د سي پېك اتھارټي ذريعې

image

اسلام آباد ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د چين پاکستان اقتصادی راهدارۍ (سی پېک) ترسېوري لاندې انفراسټرکچر او د توان په شمول نورو څانګو كښې په بېلو منصوبو تندۍ سره كار روان دې۔ د سي پېك اتھارټي ذريعو ترمخه رشكۍ خصوصي اكنامك زون كښې به پېښې مسئلې زر تر زره حل كولو سره د دې د بنياد تيګه د روانې ستمبر مياشتې تر پايې كېښودلې شي۔ حکومت ګوادر كښې 300 مېګاواټ کول پاور پلانټ، کوهاله هائېډرو پاور پراجېکټ ، تھر کول پراجېکټس ، ملتان سکھر موټروے او د اورنج لائن ټرېن منصوبې په شمول په نورو منصوبو كار كوي۔ بلخوا د ملتان سکھر موټروے پرانسته به ډېر زر وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں