د فارن فنډنګ کېس اوپن سماعت پكار دے او په ټي وي دې نيغ په نېغه وښودلے شي٬ د ګوند مشران دې كېښني او كېس دې واوري۔ وزير اعظم عمران خان

image

پېښور 20 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د فارن فنډنګ کېس اوپن سماعت پكار دے او په ټي وي دې نيغ په نېغه وښودلے شي٬ د ګوند مشران دې كېښني او كېس دې واوري٬ يو شمېر هېوادونو د حزب اختلاف ګوندونو ته فنډنګ كولو خو د اړيكو په سبب د دغه هېوادونو نامې نشم اخستے۔ د شورو په ورځ په سوئيلي وزيرستان وانا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د فارن فنډنګ كېس په پورته كولو د مخالفې ډلې مننه كوٶ دا بايد ټولو ته ورامخې ته شي ٬ د تحريك انصاف او د حزب اختلاف ګوندونو فنډنګ د كوم ځايه كېدو٬ يو شمېر هېوادونو د مخالفې ډلې ګوندونو له پېسې وركولې٬ دغه هېوادونو سره د اړيكو په سبب نامې نشم ښودلې۔ ده ووئيل د فارن فنډنګ کېس اوپن هيئرنګ پكار دے او په ټي وي دې نيغ په نېغه وښودلے شي٬ د ګوند مشران دې هم كېس واوري٬ دې كېس سره به ټول قام ته معلومه شي چا چې په سم ډول په دې هېواد كښې پېسه راجمع كړې۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو په ترسيلات زر هېواد چلېږي،ما د شوکت خانم فنډنګ اورسيز پاکستانيانو څخه كړے، چېلنج وركوم چې سياسي فنډ رېزنګ يوازې تحريك انصاف كړے٬ د حزب اختلاف ګوندنو ته معلومه ده او ما ته هم معلومه ده چن فارن فنډنګ كوم يو دے ٬ د اوورسيز پاکستانيانو پیسې فارن فنډنګ نه دے٬ په مولانا فضل الرحمان تنقيد كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل مولانا فضل الرحمان د مدرسو ماشومان حكومتونه بلېك مېل كولو له كاروي ، د دوي د اربونو روپو جائيدادونه د كومې راغلل٬ ھغه اېن آر او لپاره بلېك مېلنګ كوي، اولس پوهه لري ھغوي به د چا غلا پټولو لپاره بهر راونه اوځي۔ده ووئېل دوي زمونږ د اولس په سياسي سوچ نشي پوهېدے۔ د هېواد په معاشي وضعه وزيراعظم ووئيل د معاشي ستونزو په سبب مونږ له خرڅونه كم او آمدن زياتول وو، خرڅونه كولو سره اولس ستونزو سره مخ شوے٬ مونږ له اصلاحات كول وو٬ كومو كښې چې وخت ولګېد ځكه چې په پارلماني جمهوريت كښې د مېنډېټ نه غېر اصلاحات نشي كېدې، د اتلسم بدلون نه پس مونږ د صوبو نه غېر هېڅ نشو كولې، د معاشي بدحالۍ او د كرونا باوجود زمونږ معاشي اشاريې د نورو هېوادونو نه بهترې دي۔ده ووئېل د کرونا باوجود زمونږ برآمدات زيات شوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں