په نائيجر كښې د پاكستان سفير احمد علي سروهي سره د نائيجر د ايكوليس ډيس كنډرس پوهنتون وائس چانسلر ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) په نائيجر كښې د پاكستان سفير احمد علي سروهي سره د نائيجر د ايكوليس ډيس كنډرس پوهنتون وائس چانسلر نين اماډو ملاقات كړی۔د پاكستان سفير پھ دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر د پاكستاني پوهنتونونو او نورو ادارو څخه خبر كړو۔وائس چانسلر د پاكستاني حكومت مننه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې پاكستان به د مېډيكل او ټېكنيكل سائنس په لړ كښې مرسته وكړي۔ده پاكستاني سفير ته د پوهنتون د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔د پاكستان سفير وائس چانسلر ته د پاكستان د تعليمي ادارو د دورې كولو بلنه هم وركړه

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں