اسلام آباد 6جون(اے پی پی)د پاكستان او پولينډ ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت اتم دور په اسلام آباد كښې وشو۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په خبرو اترو كښې د پاكستان پلاوي مشري ايډيشنل خارجه سېكرټري(يورپ)سفير محمد سليم وكړه او د پولش پلاوي مشري د پولينډ خارجه وزارت انډر سېكرټري ووجچ ګيرويل وكړه۔په پاكستان كښې د پولينډ سفير ماكيج پسارسكي هم په مشاورتي غونډه كښې ګډون وكړو۔ډلو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واخست او د اعلٰی كچې تبادلو او خبرو اترو په زياتولو يۍ موافقت وكړو۔ ده د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬ډيري ٬ كركيلې٬مالياتي ٬ دفاع او د اعلی زده كړو په برخو كښې د همكارۍ زياتولو كښې د خپلې خوښۍ پخلې وكړو۔ دواړو هېوادونو د ميډيا هاؤس او چيمبرز آف كامرس ترمينځه د مرستې په ډاډګيرنه هم اتفاق وګړو۔ د بيان له مخې ډلو د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوال چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د مشاورت راتلونكې دور به په كال 2024 كښې په وارسا كښې كېږي۔