سركاري سكيم له مخې حاجيانو ته د نور 12 ارب روپو بېرته وركولو پريكړه٬ مونږ غواړو چې راتلونكې كال حج هم ارزان وي او د حاجيانو په ستونزو كښې زيات نه زيات كمې راشي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود خبري كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وزارت سركاري سكيم له مخې حاجيانو ته د نور 12 ارب روپو بېرته وركولو پريكړه كړې ده چې له مخې به يې هر حاجي ته 97 زره روپۍ يو تن په سر رقم بېرته د ګل ورځ څخه وركول پېل كوي۔په منٰی كښې په ځاې نه ترلاسه كېدو او د ټرين آسانيو څخه نه مستفيد شويو 22 زره 600 حاجيانو ته 21 زره روپۍ د يو تن په سر اضافي رقم بېرته وركولې شي دغسې په مدينه منوره كښې د مركزيه څخه بهر استوګنه كونكو 18 زره حاجيانو ته 14 زره روپۍ د يو تن په حساب سره اضافي رقم بېرته وركوي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود وئېلي دي چې د پرائيوېټ سكيم حج عمليات څخه هغوي سخت مايوسي شوې٬د حاجيانو څخه 25 ٬ 25 لكه روپۍ ترلاسه كولو سره هغوي تنګ كړی٬د داسې ټور آپريټرز په ضد د ګيلو سمدستي سماعت حكم وركړی۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں