اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې دانيال عزيز او طلال چوهدري ته د حق خبرې کولو سزا ورکړې شوې ،دواړه ناوړه حالاتو سره مخ كړې شول خو دوئي د حق بيانولو لاره او د اولس ملاتړ نه دې پريښی٬ دوئي خپل دريځ ٬ مشرتابه او ګوند سره ولاړ پاتې شوو ٬ پاك پروردګار دې دواړو ته د تاريخ او اولس په وړاندې بريالي كېدل مبارك كړي۔ د شورو په ورځ په خپل ټويټ کښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل دانيال عزيز او طلال چوهدري دواړو ته ځکه سزا ورکړې شوه چې هغوي ريښتيا وئيل كوم چې د نواز شريف سياست څخه مائنس كوؤنكو ته منظور نه وو۔ دې ووئيل پاك پروردګار دې دواړو ته د تاريخ او اولس په وړاندې بريالي كېدل مبارك كړي۔ دواړه ورونړا ناوړه حالاتو سره مخ كړې شول خو دوئي د حق بيانولو لاره او د اولس ملاتړ نه دی پريښی٬ دوئي خپل دريځ ٬ مشرتابه او ګوند سره ولاړ پاتې شوو٬ دانيال عزيز ٬ طلال چوهدري او د دوئي د حلقو اولس ته دې مبارك وي