په پوهنتونونو كښې دې لوړې زده كړې د تحقيق مستحكم اساس جوړولو له منصوبه بندي وكړې شي٬ ځوانانو له به د لوړو زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركولې شي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د وائس چانسلرز غونډې ته خطاب

image
APP23-270823 QUETTA: August 27 - A delegation of Vice Chancellors of Public Sector Universities of Balochistan called on Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar. APP/TZD

اسلام آباد۔27 اګست (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د لوړو زده كړو په لاره كښې د ولاړو ټولو خنډانو لرې كولو سره دا د نړيوال معيار لمخې كولو خپل لوظ تكرارولو سره وئيلي دي چې ځوانانو له به د لوړو زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركولې شي دغسې چې زمونږ باصلاحيته ځوانان د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار په فعاله ډول ترسره كړې شي۔ د وزيراعظم پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه دا خبره په كوئته كښې د بلوچستان د سركاري پوهنتونونو د وائس چانسلرز غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو وزيراعظم په بلوچستان كښې د لوړو زده كړو په لاره كښې رامخې ته كېدونكو ستونزو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ د لوړو زده كړو په لاره كښې د ولاړو ټولو خنډانو لرې كولو سره دا د نړيوال معيار لمخې كولو خپل لوظ تكرار كړو۔ وزيراعظم ووئيل ځوانانو له به د لوړو زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركولې شي دغسې چې زمونږ باصلاحيته ځوانان د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار په فعاله ډول ترسره كړې شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د جدت كمې دې او دا د لوړو زده كړو كمي سره تړلے دے۔ په دې لړ كښې به په پوهنتونونو كښی تحقيق او نوې ايجاداتو ته وده وركول وي۔ وزیراعظم په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې په پوهنتونونو كښې لوړې زده كړې د تحقيق مستحكم بنياد جوړولو له منصوبه بندي باوري كړي٬۔ ده ووئيل په هېواد كښې زده كوؤنكو ته د معياري زده كړو په مستقله توګه وركولو سره به د ژوند ټولې څانګې پياوړې شي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں