كراچي 24 ستمبر (اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي د اتوار په ورځ د كراچۍ اے پي پي بيورو دوره وكړه او بيورو چيف عبدالله سروهي او اړند چارواكو سره يۍ ملاقات وكړو۔په دې موقع بيورو چيف عبدالله سروهي د كراچۍ اے پي پي بيورو په دوره كولو د اېم ډي عاصم كهچي مننه وكړه۔ د اے پي پي اېم ډي د كراچۍ بيورو نيوز٬وېډيو نيوز٬فوټو سروس٬اېډمن او اكاؤنټس سيكشن هم دوره وكړه چرته چې هغه ته د اړوند سيكشنز آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع د اے پي پي اېم ډي عاصم كهچي او د كراچۍ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)ډائرېكټر جنرل مسز ارم تنویر ته ګلدستې او د اجرك روايتي ډالۍ هم وړاندې كړې شو۔ په دې موقع د اے پي پي سينئر انجينئر ضياﺀ الله بهټو او نور اړوند چارواكي هم موجود وو