لاهور۔25نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي چې حكومت د بېن المذاهب همغږۍ ودې له كوټلي ګامونه پورته كوي ٬ امن په ځايې كولو له د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته اړتيا ده٬ د زغم او احترام رويه د اسلام د تعليماتو لازمي برخه ده٬ پاكستان كښې اقليتونه بشپړه آزادي لري٬ د يو قوم په حېث به بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو له په ګډه كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په حضوری باغ بادشاهی مسجد كښې بین المذاہب هم آهنګی کنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د وزيراعظم خاص استازې او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی، د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن سید محمد عبدالخبیر آزاد، ،بشپ آف لاهور ندیم کامران ، پاسټر عاشر نذیر، ریونډر قیصر ندیم ،سردار رنجیت سنګھ ګیانی،پنډت بھګت لعل کھوکھر، سردار منجیت سنګھ ، پنډت دلشاد ګلشن ، سردار کلوندر سنګھ او د پنډت کاشی رام په شمول نور مهم شخصيات موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل نګران حكومت بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د كنفرنس مقصد دې مذهبي همغږۍ او احترام ته لا وده وركول او دا لا پياوړې كول دي۔ ده ووئيل اسلام د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ درس وركوي٬ د روانې وضعې تقاضا ده چې په نړۍ امن په ځايې كولو له د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې وكړې شي۔ ده ووئيل نبي كريم (ص) مسيحيانو او يهوديانو سره مكالمه وفرمائيله۔ ده ووئيل پاكستان كښې اكثريت د مسلمانانو دے او ددوئي ذمه واري ده چې د اقليتونو خيال وساتي او اقليتونه هم بايد د هېواد د نېك نامۍ سبب وګرځي د چا بې بنسټه ډنډورو ته پام و نه ګرځوي۔ بشپ آف لاهور ندیم کامران ، پاسټر عاشر نذیر اقليتونو لپاره د حكومتي ګامونو ستائنه كولو سره ووئيل مسیحی ورورولي د هېواد پرمختګ لپاره خپل بشپړه كردار ترسره كوي او د حكومت په مرسته به هېواد د امن مركز جوړولو له خپل مثبت كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ دې څخه وړاندې نګران وفاقي وزير د اقبال مزار ته لاړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔