وزيراعظم انوار الحق كاكړ نن د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد زايد النهيان سره ملاقات كوي

image

ابو ظهبی۔27نومبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ نن د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد آلنهيان سره ملاقات کوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونك لخوا د جاري شوي بيان لمخې په ملاقات كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سرمايه كارۍ ٬ كلتوري ٬ دفاع او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه اړيكو په شمول په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ مخ په وړاندې بوتللو خبرې كولې شي۔ د پاكستان عرب امارات ترمينځه د انرجي، د پورټ اپرېشن منصوبو ، د وېسټ واټر ټريټمنټ ، فوډ سکيورټي، لوجستيک، کان کنۍ، اېوي اېشن او د بېنکنګ اېنډ فنانشل سروسز په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په شمول په بېلو برخو كښې د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں